اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان قطر سره خپلو تاريخي٬ د دوستۍ او د ورور ولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ بايد پاکستان او قطر د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت او په سرمايه كارۍ كښې دوه اړخيزه مرسته قوي كولو له په ګډه كار وكړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قطر دوهم خارجه وزير ډاکټر محمد بن عبدالعزيز الخليفي په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ د قطر د دوهم خارجه وزير او د دوي د پلاوي هركلي كولو سره وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې٬ پاكستان قطر سره خپلې اړيكې په شريكه توګه په ګټوره شريكه شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لري۔ په دې لړ كښې وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې بايد پاکستان او قطر د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت او په سرمايه كارۍ كښې دوه اړخيزه مرسته قوي كولو له په ګډه كار وكړي۔ وزيراعظم د قطر انوسټمنټ اتھارټي (کيو آئي اے) د مهم كردار ذكر كولو سره ووئيل پاکستان غواړي چې قطر په پاکستان كښې په ترجيحي څانګو كښې د خپلې سرمايه كارۍ پورټ فوليو زيات كړي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي ) به همكاري باوري كوي او هر ډول سهولتونه به وركوي۔ وزيراعظم د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني او د وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه٬ د قطر دوهم وزير په هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره د قطر د قيادت خاص پېغام ده ته ورسولو او د قطر او پاکستان ترمېنځه د اړيكو لا مضبوطيا او په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې ئې خوښي څرګنده كړه۔ د يادونې وړ ده د قطر دوهم خارجه وزير د قطر د وزيراعظم او خارجه وزير د خاص استازي په توګه د پاكستان په يوه ورځنۍ دوره راغلے دے
بايد پاکستان او قطر د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت او په سرمايه كارۍ كښې مرسته قوي كولو له په ګډه كار وكړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د قطر دوهم خارجه وزير سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada