اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې ټول قام د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي او يو موټې دې۔?? ایوان صدر پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پوځ د شهيدانو كورنيو سره ټیلیفوني تماس په مهال كړي۔ صدر په 8 اپرېل جنوبی وزیرستان كښې شهيد شوي نائیك فضل جانان كورنۍ سره رابطه وكړه۔ده په 8 اپرېل خېبر باړه كښې د شهید شوي نائیك نذیرالله محسود او نائب صوبیدار حضرت ګل کورنيو سره هم په ټيلفون د افسوس څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت په 5 اپرېل جنوبی وزیرستان كښې د شهید شوې سپاهی حامد رسول ورور سره هم په ټيففون خبري اتري كړي۔ ډاکټر عارف علوی د ترهه ګرۍ په ضد شهيد شويو كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له يو موټې دې۔ صدر مملکت ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو خذمات ته سلام كوي۔ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه ا?? د ??ام د اړخه ئې د شهيدان?? د ??ورنيو مننه وكړه۔ صدر مملکت د شهيدان?? د ??ورنيو زغم لپاره هم دعا اوكړه۔