هانګ كانګ 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د شورو په ورځ د هانګ كانګ چيف اېګزېكټو ليونګ چن ينګ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو او بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده خبرې وشوې۔ وزيراعظم د نهې په ورځ د هانګ كانګ په درې ورځنې دوره تللې۔ وزيراعظم سره د تجارت وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد ٬ د سر??اي?? كارې بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل او نور چارواكي هم موجود دي۔ ګورنمنټ هاؤس ته په رسېدو چېف اېګزېكټو د وزيراعظم هركلې وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه روابطو په وده خبرې وشوې۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې پاكستان او هانګ كانګ د ورورولې اړيكې لري او هانګ كانګ زما خوښ هېواد دے۔ ده ووئيل چې پاكستان هانك كانګ سره قوي اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي روابطو د اضافې پراخا امكانات موجود دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د هانګ كانګ يو شمېر كمپنې په پاكستان كښې كار كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد د هانګ كانګ سر??اي?? كار په پاكستان كښې د جامع او آزاد پالېسو څخه استفاده وكړي
بايد د هانګ كانګ سرمايه كار په پاكستان كښې د جامع او آزاد پالېسو څخه استفاده وكړي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل