اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د كورونا وائرس په ضد د پاكستان د حكمت عملې ټولې نړۍ ستائنه كړې ده، د كورونا وائرس وبا په ضد د پياوړې حكمت عملي په سبب نن زمونږ حالات د نړۍ په مقابله كښې ډېر بهتر دي، د سياسي مخالفينو كار دروغ او مايوسي خپرول دي، د تحريك انصاف كاركنان دې د حقائقو په بيانولو كښې خپل كردار ترسره كړي. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل چې پاكستان په كومه جلا سياره نه دے، حقيقت دا دے چې نن د پاكستان انډسټري بحال شوے، كنسټركشن صنعت په پوره ډول فعاله دے، زرعي معيشت خوشحال دے او په آئي ټي اېكسپورټ كښې درې چنده اضافه شوې ده. ده ووئيل چې د مزدور، كروندګر او انډسټرې د ټولو په امدن كښې اضافه شوې ده او انشاللہ په شپږ اته مياشتو كښې به نړيوالې بيعې هم معمول ته راشي.
د كورونا وائرس وبا په ضد د پياوړې حكمت عملي په سبب نن زمونږ حالات د نړۍ په مقابله كښې ډېر بهتر دي، د سياسي مخالفينو كار دروغ او مايوسي خپرول دي. چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena