اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي په سائفر كښې جعلسازۍ او په اولسي كچه په دې بحث كولو سره عمران خان د آفيشل سيكرټ اېكټ او د خپل پورته كړي سوګند خلاف ورزي كړې ٬ دې حركت سره هغه ثابته كړې چې د وزارت عظمی د منصب جوګه نه دے ٬ پاك پوځ د قانون او آئين تابع دے د كوم وګړي د اقتدار په حفاظت يا څوكۍ مامور نه دے٬ د نوي آرمي چيف په تعيناتې به كار د دې مياشت په اخر يا د راتلونكې مياشتې په اوله اونۍ كښې پېل شي٬ محمد نواز شريف دا روايت په ځاے كړے چې تلونكې آرمي چيف ته دومره وخت بايد وركړے شي چې هغه د پروټوكول سره رخصت شي٬ راتلونكې ټاكنې به په خپل وخت كېږي٬ عمران خان دې دا اووائي چې د سائفر اصل كاپي چرته ده؟ ادارې د آئين او قانون لاندې كار كوي او په عمران خان دا خبره ښه نه لګي۔ ده د شورؤ په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د عمران چې كوم آډيو ټېپ ليك شوے٬ په هغې كښې د عمران خان ټوله جعلسازي په ډاګه شوې ٬ د آډيو ليك كېدو نه وروستو عمران خان بايد لږ شرم او حيا كړې وه ٬ هغه د دې نه پس هم دا وائي چې د امريكا انډر سېكرټري سټېټ د پاكستان سفير ته حكم وكړو چې عمرا خان دې د عدم اعتماد د لارې لرې او وزيراعظم دې شهباز شريف كړے شي٬ ده ووئېل عمران پرله پسې دروغ وئيلو سره دا ريښتيا ثابتول غواړي۔ ده ووئيل پاكستانے پوځ د قانون او آئين تابع دے هغه د كوم خاص وګړي د اقتدار په حفاظت يا څوكۍ كولو مامور نه دے۔ ده ووئيل پاك پوځ چې څومره قربانۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې وركړي كوم بل هېواد نه دي۔ ده ووئېل دوي د پاكستان په سياست كښې نيوټرل دي نو ځكه ټول اولس دوي سره دے۔ ده ووئيل د سائفر اصل كاپي په خارجه دفتر كښې ده ٬ عمران سره چې كومه يوه وه نو هغه چرته ده۔ ده ووئيل سائفر د پاكستان د سلامتيا او نړيوالو اړيكو په اړه وي٬ د دې كاغذ ځان سره ساتل او بيا دا وئيل چې نه ده معلومه دا كاغذ چرته تللے ٬ ما داسې كس تر نن ورځې نه دې ليدلے۔ دا سړے د خپلو محسنانو لاسونه پرېكوي۔ ده ووئيل عمران خان دا وائي چې كېسونه معاف شوي ٬ هغه سم وائي ځكه چې د پنجاب حكومت د فرح ګوګي كېسونه معاف كړي كومه چې نن سبا په امريكا يا كوم بل هېواد كښې ده۔ ده ووئيل د چورلكې په پېښه كښې پي ټي آئي چې كومه ژبه كارولې هغه د ټولو په وړاندې ده۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې دا مهال سېلاب راغلے ٬ د خېر ښېګړې ادارې ٬ حكومتونه او تنظيمونه كار كوي ٬ پاك پوځ پاكستاني اولس سره په ګډه د سېلاب ځپليو مرسته كوي٬ په دې صورتحال كښې عمران خان چرته په نظر نه راځي٬ په دې سخت صورتحال كښې عمران خان جلسې كوي٬ د اقتدار هوس هغه لېونے كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د نوي آرمي چيف د تعيناتې عمل به د دې مياشتې په اخر يا د راتلونكې مياشتې اولنۍ اوونۍ كښې پېل شي۔ ده ووئيل محمد نواز شريف دا روايت په ځاے كړے چې تلونكې آرمي چيف ته دومره وخت بايد وركړے شي چې هغه د پروټوكول سره رخصت شي٬ راتلونكې ټاكنې به خپل وخت كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په سپيناوي ابهام ختم شوے۔ ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر تعيناتې لپاره د 5 جرنېلانو نامې رامخې ته شوي۔ د جی اېچ کیو لخوا چې د پوځ سرلښكر لپاره كومې نامې راځي د هغې خپل اهميت وي ولې بيا هم دا د وزيراعظم اختيار وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دفاع وزير په حېث دا زما فرض دے چې كله د پوځ په ضد كمپائن وچلولې شي نو مونږ د پوځ دفاع وكړؤ٬ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان چې څومره خبرې كوي د دې نه دا ثابتېږي چې زمونږ ادارې په ريښتيا نيوټرل شوي۔
په سائفر كښې جعلسازۍ او په اولسي كچه په دې بحث كولو سره عمران خان د آفيشل سيكرټ اېكټ او د خپل پورته كړي سوګند خلاف ورزي كړې۔ د دفاع وزير خواجه آصف خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری