اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زي?? چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په تېر دور كښې د مريم ??واز په مشرۍ كښې جور مېډيا سېل څخه 15 نه تر 18 اربه روپۍ خبريالانو له وركړی شوي٬د قامي خزانې څخه لس اربه روپۍ خرڅ كړے شوي ٬د كوم پرائيوېټ كس د اړخه سركاري فنډز هينډل كول سخت جرم دے٬حقائق به اولس ته وړاندې كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د توان وفاقي ??زي?? حماد اظهر هم موجود ؤ ۔د اطلاعات ??زي?? ووئيل مريم ??واز چې كله هم خبرې كوي مونږ ښه اميد لرو٬مريم ??واز نن د مېډيا سېل چلولو اعتراف كولو سره خپل ټريك رېكارډ برقرار ساتلے ۔ده ووئيل مريم ??واز اعتراف كړے چې هغې مېډيا سېل چلولو٬دغه مېډيا سېل ډان ورځپاڼې په 2 نومبر 2015 په ګوته كړے ؤ٬هغه وخت په ??زي??اعظم هاؤس كښې د مريم ??واز په سرپرستۍ كښې سپېشل مېډيا سېل جوړ شوے ؤ ۔ده ووئيل په دغه مېډيا سېل كښې اول 15 ممبران وو٬ 20 ملين روپۍ د نورو بهرتو لپاره بېلې كړی شوې وې ٬د مېډيا سېل د غړو شمېره بيا 38 ته رسولې شوې او هغې له د مېډيا د ټولو كمپائنونو د چلولو اختيار وركړے شوے ؤ ۔وفاقي ??زي?? ووئيل په يو منظم ډول خبريالان اخستلې شوې وو٬هغوي له روپۍ وركړی شوې وې٬دغسې مخالفو خبريالانو له سزاګانې وركړې شوې وې۔ده ووئيل مريم ??واز اعتراف كړے چې هغې د دې كار نګراني كوله۔ده ووئيل د مېډيا سېل منظورۍ څخه 9 اربه 62 كروړه 54 لكه 3 زره 902 روپۍ وفاقي حكومت خرڅ كړي۔مريم ??واز د ځينو چينلو نامې اخستلي كومو له چې سزا وركړې شوې۔ده ووئيل د (ن)ليګ په تېر دور كښې ځينې خبريالانو له سزاګانې وركړې شوي۔وفاقي ??زي?? ووئيل لس اربه روپۍ يوازې د اسلام آباد آيډورټائزيمنټ دے٬د پنجاب آيډورټائزمينټ هم دومره ؤ ٬د دې مېډيا سېل د لارې 15 نه تر 18 اربه روپۍ خبريالانو او مختلف مېډيا ګروپس له وركړے شوي۔ده ووئيل د يو پرائيوېټ كس د اړخه سركاري فنډز هينډل كول سخت جرم دے۔ده ووئيل په دې معامله مونږ د انكوائري كولو پريكړه كړې او په يو څو ورځو كښې به تفصيلات اولس ته وړاندې كړے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات ??زي?? ووئيل د (ن)ليګ په ضد چې په عدالتونو كښې كوم كيسونه روان دي هغه ډېر ساده كيسونه دي چې دا جائيدادونه د كوم ځاے نه راغلي او د دې پيسې چرته څخه تللي
د مريم نواز په مشرۍ كښې جور مېډيا سېل څخه 15 نه تر 18 اربه روپۍ خبريالانو له وركړی شوي٬د كوم پرائيوېټ كس د اړخه سركاري فنډز هينډل كول سخت جرم دے٬حقائق به اولس ته وړاندې كوو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا