اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ستمبر په 15مه نېټه په جنوبي وزيرستان كښې د ترهه ګرۍ د بريد د شهيدانو كورنيو سره په ټېليفون خبرې وكړې او شهيدانو ته يې د هغوي په خذماتو او بهادرۍ د عقيدت پیرزوينه وړاندې كړه۔د نهې په ورځ د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې صدر مملكت د سوار محمد انتظار٬سوار سلمان او سوار ساجد حسېن كورنيو سره خبرې كړی دي۔صدر مملكت د سوار محمد شيراز او لانس دفعدار اشتياق حسېن كورنيو سره هم خبرې كړې دي۔صدر ډاكټر عارف علوي د نائب رسالدار عامر شكيل او د سوار خرم شهزاد كورنيو ته هم ټېليفون كړی٬ډاكټر عارف علوي شهيدانو ته د هغوي په خذماتو او بهادرۍ د عقيدت پیرزوينه وړاندې كړې۔ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔صدر مملكت دعا وكړه چې لوے څښتن دې د شهيدانو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په جنوبي وزيرستان كښې د ترهه ګرۍ د بريد د شهيدانو كورنيو سره په ټېليفون خبرې وكړې
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores