اسلام آباد27جنوری(اے پی پی)پاكستان د فلسطين په ??نين ښار د اسرائيل د بريد سخته غندنه كړې چې پكښې د يوې بوډۍ مېرمن پشمول ګڼ شمېر بې ګناه فلسطينيان شهيدان او 20 ژو??ل شوي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د روانې مياشتې په مهال د سرائيلي جارحيت په نتيجه كښې 30 فلسطينيان شهيدان شوي ۔په ??يان كښې وئېلي شوي پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د اسرائيل قابضو ځواكونو د دې كاروائيو مخ نيوے او د فلسطين اولس بشري حقونو مناسب تحفظ باوري كولو كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔وياندې په ??ې بيان كښې وئېلي دي پاكستان د فلسطيني اولس بنيادي حقونو پشمول د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هغوي جائز هلو ځلو له د مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔بيان له مخې د پاكستان حكومت او اولس د ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او په ??ې بريد كښې د ژو??ل شوو بشپړه او زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو او د او آئي سي اړ??ندو قراردادونو له مخې د 1967 نه وړاندې پولې او القدس شريف د دې پايه تخت په ??وګه د عمل وړ او د آزاد فلسطيني رياست لپاره د خپلې غوښتنې تجديد كوي
پاكستان د فلسطين په جنین ښار د اسرائيل د بريد غندنه وكړه
Golden Ganesha APP download entrance
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا