اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د آئي پي پيز مسئله سياسي نه ده٬هر يو غواړي چې برېښنا ارزانه شي٬ځينې خلق د بجلۍ معامله سياست لپاره كارول غواړي٬وزيراعظم شهباز شريف د معاشي اصل??حا?? په تګلاره كار كوي٬د بجلغ وېش كوونكو كمپنو د نجكارۍ عمل پیل شوے ٬ډسكوز به د سياسي لاس وهنې نه پاكولې شي۔د زيارت په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښ?? د اېم كيو اېم پاكستان لارښود مصطفٰی كمال سره پرېس كنفرنس ته د اطلاعات وزير ووئيل په ډاكټر خالد مقبول صديقي او مصطفٰی كمال مشتمل د اېم كيو اېم پاكستان پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښ?? د بجلۍ بلونو او د آئي پي پيز په چارو غور وشو۔ده ووئيل اېم كيو اېم عمر له د حكومت اتحادي په توګه د حكومت اصل??حا??ي تګلاره كښ?? ګټور كردار ترسره كړے په كوم چې مونږ د دوي مننه كوو۔ده ووئيل د بجلۍ معامله د ټول قام ده٬په 2013 كښ?? چې كله زمونږ حكومت راغلے ؤ نو مونږ د اتلس اتلس ساعته لوډشېډنګ خاتمه وكړه۔په هغه وخت د وفاق او پنجاب حكومتونو د آر اېل اېن جي تر ټولو ارزانه د بجلۍ پلانټونه ولګول۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د معاشي اصل??حا?? په تګلاره كار كوي٬وزيراعظم د راتللو سره د دسټري بيوشن كمپنو د نجكارۍ اعلان كړے د كوم نه وروستو چې د قانون دننه په سټېټ اون انټرپرائزز ايكټ كښ?? بدلون وكړے شو د كوم ترمخه چې د بجلي وېش كوونكو كمپنو د نجكارۍ عمل پیل شوے۔ده ووئيل ډسكوز د سياسي لاس وهنې نه پاكولو او د پروفيشنل او اهل كسانو راوستو پريكړه شوې۔په دې حقله په قانون كښ?? ترميم شوے٬د ډسكوز نجكاري د وخت سره سره مخ په وړاندې روانه ده۔ده ووئيل د 200 يونټس كارونكو پروټيكټډ او نان پروټيكټډ صارفينو له د درېو مياشتو جون٬جولائي او اګست لپاره د 50 ارب روپو سبسډي وركړې شوې٬دا لويې رقم د پي اېس ډي پي په ترقياتي بجټ كښ?? د كمي كولو سره د سبسډي په مد كښ?? وركړے كېږي دغسې چې په ګرمۍ كښ?? د ??ول?? د بجلۍ بلونه كم راشي۔ده ووئيل د اضافي بلونو او د بجلۍ غلا په اړه هم اقدامات روان دي۔ده ووئيل د بجلۍ د بلونو جمع كولو په وروستۍ نېټه كښ?? د لس ورځو پراختيا ځكه وكړی شوه چې د زياتو بلونو لېږلو چارې وكتلې شي۔وفاقي وزير ووئيل آئي پي پيز سياسي مسئله نه ده٬په هر دور كښ?? آئي پي پيز لګېږي خو مسئله دا ده چې د ټول سسټم وړاندې څنګه بوتلل دي۔ده ووئيل د آئي پي پيز په معامله د وړاندې نه خبرې روانې دي٬هر څوك غواړي چې بجلي ارزانه شي۔ده ووئيل د اېم كيو اېم مشرانو دا د قومي نوعيت معامله رامخې ته كړی۔د حكومت د ټولو اتحاديانو فرض دي چې هغوي خپله خپله رائے وركړي او په دې لړ كښ?? خپلې هڅې پكار راولي دغسې چې ??ول?? ته رېليف ترلاسه شي۔ده ووئيل ځينې خلق دا معامله سياسي مقاصد لپاره استعمالول غواړي٬په ماضي كښ?? ډېر خلق په اقتدار كښ?? پاتې شوي په دې مسئله په مثبت توګه خبره پكار ده۔صرف تنقيد برائے تنقيد نه٬تنقيد د اصلاح لپاره پكار دے۔د قومي نوعيت دا معامله په ګډه حل كول پكار دي۔ده ووئيل وزيراعظم هم دې ته ترجيح وركوي چې بجلي ارزانه شي او حكومت د وړومبۍ ورځې نه په دې كار كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د غنمو بحران په حقله د هغه وخت د قومي غذائي تحفظ سېكرټري او اېس ډي كړے شو٬د پاسكو افسرانو په ضد هم محكمانه كاروائي وكړې شوه٬د ري سټريكچرنګ په حقله ده ووئيل د اېف بي آر د ډيجيټلائزېشن عمل روان دے٬د ملينډا ګيټس فاؤنډېشن د لارې مکینزی كارپورېشن د اېف بي آر په ډيجيټلائزېشن كار كوي۔په دې د پاكستان حكومت يوه روپۍ هم نه خرڅ كېږي۔ده ووئيل د ټيكس بنياد پراخه كړے شوے٬د فائلر شمېره پرله پسې زيات??ږي??نزدې د 49 لكه فائلرز شمېره زياته شوې۔ده ووئيل حكومت د پي ډبليو ډي محكمه بنده كړه٬پي ډبليو ډي د كرپشن مركز ؤ ٬د هغې بندولو څخه به په كلنه توګه څو سوه اربه روپۍ بچت ك??ږي??دا د هغه معاشي اصل??حا??و د تګلارې برخه ده٬د كومې ترمخه چې د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن كېږي۔ده ووئيل د رائټ سائزنګ او ډائون سائزنګ په حقله معاملات په تندۍ سره وړاندې روان دي۔د چين پلاوې هم پاكستان په دوره راغلے۔ده ووئيل د حكومت هڅه ده چې په معاشي اصل??حا?? عملدرآمد وكړي۔ده ووئيل په 2018 كښ?? مونږ 4 فيصد ګراني پرېښې وه٬شرح نمو 6 فيصد وه٬د دغې نه پس په څلورو كلونو كښ?? هېواد تباهۍ ته ورسولې شو۔ګراني 23 فيصد ته لاړه٬د 6 فيصده شرح نمو په كمېدو يو فيصد ته راغله چې هېواد ديواليه كېدو ته نزدې شو نو اووئيل شول د امريكې سازش دے ٬په هېواد كښ?? كركه او تشدد له هوا وركړی شوه۔ډېر كسان د ديواليه كېدو چهاپ نه بچ كېدو لپاره په رخصتۍ لاړل۔ده ووئيل خدائے مه كړه كه هېواد ديواليه شوے ؤ نو په هېواد كښ?? به خانه جنګي وه۔په لارو كښ?? به لوټ مار ؤ ٬د بهر راتلونكي ايئر لائنز به بند شوي وو او د بانكونو نه بهر به د خلقو پيسو ويستلو لپاره لوئې لوئې قطارونه ولاړ وو۔د پېټرول نرخونه به دومره زيات شوي وو چې اغستل به ئې د چا په وس كښ?? نه وو۔مونږ هېواد ديواليه كېدونه وساتلو٬نن د تېلو نرخونه كم??ږي??د پیټروليم ډوېلپمنټ ليوي ګنجائش ساتلے شوے ؤ٬خو هغه لګېدو ته ورنه كړے شو۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني په دور كښ?? د روپۍ قدر دومره غېر مستحكم ؤ چې برآمد كوونكي پوهېدل نه چې په كومه بيعه برآمدات كول دي۔د اېل سيز پرانستل بند شوي وو٬ده ووئيل مونږ د ډالر قاچاق او ذخيره اندوزۍ مخ نيوے وكړو۔برآمدات د 28 ارب ډالره نه تر 31 ارب ډالر رسېدلې دي٬نن روپۍ مستحكمه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت په معاشي اصل??حا?? كار كوي٬احتجاج د مسئلو حل نه دے٬د جماعت اسلامي مشران زمونږ لپاره د احترام جوګه دي٬مونږ خبر يو چې هغوي سره مونږ د عزت او احترام رشته لرو٬پرون هم د حكومت ټيكنيكل كمېتۍ د جماعت اسلامي سره خبرې كړې دي٬جماعت اسلامي دې احتجاج ختم كړي او زمونږ سره دې د مسئلو حل له خبرو ته كېښني۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تحريك انصاف له نه ناغوښتے رېليف وركړے شو۔ده ووئيل په آئين كښ?? واضحه دي چې كه كوم آزاد غړي له په كوم ګوند كښ?? شموليت كول دي نو هغه دې په دريو ورځو كښ?? شموليت اختيار كړي ګينې نو بيا به د 63A نافذ كېږي۔د سياسي ګوندونو په حقله هم آئين واضحه دے٬په كمېټۍ كښ?? به په دې خبره كېږي چې كله دا د قانون برخه شي ۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني به اول وئېل زه به نه پرېږدم اوس وائي زما سره خبره اوكړې ۔د كنځلو ٬ ستغو سپورو او د نفرت سياست د پي ټي آئي د باني د منشور برخه دے۔
د آئي پي پيز مسئله سياسي نه ده٬هر يو غواړي چې برېښنا ارزانه شي٬ځينې خلق د بجلۍ معامله سياست لپاره كارول غواړي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ د اېم كيو اېم لارښود مصطفٰی كمال سره پرېس كنفرنس
Database Online Reputation Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن