اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)لارښود او وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د وزيراعظم وكيل عدالت كښې دلائل بشپړ كړي٬د وكيل له مخې تحريك انصاف د لګولې شوو تورونو ثبوت وړاندې كولو كښې ناكامه راغلې ٬د آرټيكل 184 دائره كار له مخې عدالت د ورځپانو توكړې٬مفروضې او د ژبې تورونه رد كړي۔د زيارت په ورځ د مسلم ليګ(ن)لارښود د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز سره پرېس كنفرنس ته ده ووئېل زمونږ وكيل چې كوم دستاويزات٬بيانونه او د ټېكس وركولو په حقله كوم ثبوت عدالت ته وړاندې كړی هغه كمې نه لري٬عمران خان د ټېكس پټولو لپاره د افشور كمپنو او د بهر جائيداد او د هېو??د دننه جائيداد په حقله غ??ط بياني كوي ٬ده ووئېل كوم تورونه چ?? په وزيراعظم او د هغه په كورنۍ لګوي هغه پخپله په عمران خان ثابتېږي۔د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز ووئيل د بني ګاله بې نامي جائيداد عمران خان 13 مارچ 2002 كښې اخستې او جون 2002 كښې عمران چې كومې ګوشواره جمع كړي په هغې كښې بني ګاله پراپرټي نه په خپل نوم او نه يې د كورودانې يا بچو په نامه څرګنده كړی چې پكښې زمان پارك لاهور مكان لمبر 2 ٬ اسلام آباد فليټ ٬ د وهاړي٬مياچنو او سيالكوټ زمكې ذكر شوې او كوم كښې چې د هغه حلفيه بيان هم شته چ?? ما خپل او د خپلې كور ودانې بچو ټول جائيد??د د خپل علم له مخې څرګند كړی ٬ده زياته كړه اوس چې عدالت كښې كوم بيان حلفي د خپلو لاس ليك سره جمع كړې شوې پھ هغې كښې وئېلي ششوي چې پيسې د بهر څخه نه دي راوړلې شوي ٬جمائما وائي چې د بني ګاله ځاې لپاره پېسې عمران وركړي او زما په نوم يې جائيداد بې نامې ساتلې
زمونږ وكيل چې كوم دستاويزات٬بيانونه او د ټېكس وركولو په حقله ثبوت عدالت ته وړاندې كړی هغه كمې نه لري
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش