اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د انتخابي اصلاحاتو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي زمونږ مقابله د مافياز سره ده٬ د كرپټ نظام پېداوار اپوزيشن ګوندونه د تبديلۍ مخالف دي٬ مونږ به بدلٶن رالوٶ٬ آزاد٬ پاك او سپېځلے الېكشن د جمهوريت بنياد دے، د پاکستان د تېرو 50 كالو به تاريخ كښې هر ځل الېكشن متنازغه وي، د الېکټرانك ووټنګ مشين سره به د ټګۍ تورونه ختم شي٬د الېكش كمېشن او اپوزيشن لخوا د اي وي اېم مخالفت كوم جواز نه لري٬ مافياز سره د جنګ كولو نه غېر يو قام هم پرمختګ نشي كولے، پارلماني غړي دې د بدلون ملګرتيا وكړي٬ پاكستان به د اسلامي فلاحي رياست جوړېدو پلو بيايو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پارلماني غړو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه خپلو او د اتحادي ګوندوونو غړو ته هركلے وايم ۔ ده ووئيل زما سياست ته د راتګ مقصد پاكستان مثالي فلاحي رياست جوړول وو، د قائداعظم دا خوب ٶ چې پاکستان يو عظيم هېواد او نړۍ لپاره مثال جوړ شي، حضرت محمدۖ وړومبے فلاحي رياست جوړ كړے او د اسلامي ټولنې او رياست اصول او خدوخال ئې وضع كړي۔ ده ووئېل جضرت محمدۖ ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه تشريف راوړے او نړۍ ته ئې ھغه رهنما اصول وركړي په كومو عمل كولو سره جې هر قام ترقي او د كاميابۍ منازل سر كولې شي۔ ده ووئيل قامونه د اخلاقياتو په بنياد پرمختګ كوي٬ د كومو قامونو چې اخلاقيات لوړ وي ھغوي د اتومي چاٶدنې څخه هم نشي ختمېدے، المان او جاپان د تباهۍ باوجود ترقي كړې ځكه چې د ھغوي اخلاقيات لوړ وٶ او بېروت كوم چې پېرس آف مډل ايسټ يادېدو نن د كرپشن له امله ناكام رياست دے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د كال 1970 نه پس ټول انتخابات متنازه شوي ځكه چې ماتي سره مخ كسانو به خپله ماتې نه تسليموله٬ مونږ د پارلمان اوسنۍ غونډه كښې چې كوم بل وړاندې كړے د ھغې مقصد ټولټاكنې پاكې او سپېځلې جوړول دي۔ ده ووئېل اصلاحات كول د حكومت كار دے، په 50 كالو كښې پاكو او سپېځلو ټاكنو لپاره چا هم هڅه نه ده كړې، مونږ د كال 2013 په الېكشن كښې ټګي ثابتولو لپاره يواځې د څلورو حلقو پرانستلو غوښتنه كړې وه كومه چې تسليم نه كړې شوه او د ھغې په ضد مونږ 126 ورځې دهرنا وكړه۔ ده ووئېل په څلورو حلقو زمونږ حكومت نه جوړېدو٬ زما مقصد دا ٶ چې راتلونكې ټاكنې پاكې او سپېځلې شي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2018 كښې د پخواني حكومت جوړ كړے الېكشن كمېشن ٶ خو ھغوي پرې د ټګۍ تور هم ولګولو۔ وزيراعظم ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې څه كېږي ټولو ته معلومه ده٬ د پېسو اخستو وېډيوز ښودلے شوي خو ولې هېڅ ونه شول، الېکشن كمېشن هم هېڅ نوټس نه دې اخستے۔ ده ووئېل دې څخه اندازه لګېدې شي چې زمونږ اخلاقيات چرته رسېدلي۔ وزيراعظم ووئيل كله چې د تصديق شوي ووټ خبره وشو نو اپوزيشن ئې مخالفت وكړو، مونږ غواړو چې په سېنېټ كښې اوپن ووټنګ وي٬ په خفيه رائے شمېرو كښې پېسې چلېږي٬ دې لپاره اپوزيشن د دغې ملاتړ كوي٬ مونږ الېكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) لپاره كار كوٶ دغسې چې انتخابات سپېځلې شي۔ ده ووئېل د انتخابي عمل ختمېدو نه پس د رزلټ په عمل كښې ټګي كېږي، ډبل سټيمپ لګولو باندې ماتې وركړې كېږي٬ الېكټرانك ووتنګ مشين د لارې ټګي ختمېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل اپوزيشن ته بيا بيا د انتخابي اصلاحاتو په بابله د وړانديزونو وركولو بلنه وركړې شوې خو يو نيم كال راهسې اپوزيشن د انتخابي سپېځلتيا پحقله كوم تجويز نه دے وركړے، د دې برعكس اپوزيشن او الېکشن کمېشن د الېکټرانك ووټنګ مشين د جواز نه غېر مخالفت كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دا هر څه د ځان لپاره نه كوٶ بلكې سسټم ښه كولو لپاره كوٶ ځكه چې دې سره به انتخابي شخړې ختمې شي۔ ده ووئيل كرپټ نظام څخه ګټه پورته كوٶنكي عمر له د اصلاحاتو مخالفت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د انصاف كولو اخلاقي قوت نه لرونكې قام كله عظيم نشي جوړېدے، د اخلاقي قوت نه غېر طاقتور مافياز د قانون ماتحت نشو كولې۔ وزيراعظم ووئيل د کرپټ سسټم پيداوار اپوزيشن ګوندونه بدلون راوستل نه غواړي٬ خو مونږ به بدلون رالوٶ۔ده ووئېل پارلماني غړې دي په دې معامله د حكومت مټې مضبوطې كړي۔ وزيراعظم ووئيل مافياز داسې نظام نه غواړي چې پكښې د ھغوي نه چلېږي٬ دې لپاره دې پارلماني غړي د پاك او سپېځلي الېكشن لپاره د قانون سازۍ ملاتړ وكړي
زمونږ مقابله د مافياز سره ده٬ د كرپټ نظام پېداوار اپوزيشن ګوندونه د بدلون مخالف دي٬ مونږ به بدلٶن رالوٶ٬ آزاد٬ پاك او سپېځلے الېكشن د جمهوريت بنياد دے۔ د وزيراعظم عمران خان پارلماني غړو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا