اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي پاکس??ان يو آزاد او خپلواكه هېواد دے،مونږ د خپلو قامي مفاداتو تر مخه پريكړې كوو، چا له هم پخپلو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوو، انتخابی عمل به په سپيځلي ډول ترسره كولې شي،مونږ ډير زر انتخابی عمل پېل كونكې يوو ، انتخابی عمل كښې په انتظامی كچه د چا هم مرسته یامخالفت نه كوو، افغانس??ان كښې استحکام د دواړو هېوادونو په ګټه دے، تحریك طالبان پاکس??ان پشمول د نورو ډلو د پاکس??ان په ضد د افغان خاوري په كارولو تشویش لرو،د افغانس??ان عبوری حکومت دې خپله خاوره د كوم هم هېواد په ضد ونه كاروي۔ د ترکيې ټی وی “ټی آر ټی” سره مركه كښې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ د تحریك انصاف ، مسلم لیګ (ن) یا پیپلز پارټي پشمول د هر سياسي ګوند د سیاسی حقونو تحفظ به باوري كوو۔تر څو چې د امناك احتجاج تعلق دے دا د هر يو ګوند حق دے خو د تشدد احتجاج به ونه زغملے شي ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل انتخابی حلقه بندۍ د الیکشن کمیشن آئینی ذمه واری ده۔كه چرې مونږ د قانون د سرلوړۍ خبره كوو ن?? موڼږ له به پھ دې عمل هم كول وي۔ په انتخابی حلقه بندیو اعتراض په تېر پارلیمنټ كښې د قانون سازۍ په وخت مخ نيوے كيدے شو او هم ??غه درست فورم ؤ۔ ده ووئېل مونږ له به د قانون او آئین پاسداری کول وي۔ كه آئین مونږ ته د نوې حلقه بندیو وئېلے شي نو الیکشن کمېشن د نوو حلقه بندو پابند دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکس??ان پشمول د هر هېواد په سیاسی کلتور كښې د سازشي تھیوری ګردش وي۔ده ووئيل د عمران خان حکومت ختمولو په اړه د مداخلت تورونو پخپله امریکې تردید کړے۔ځيني وخت سیاستمدار اولسې مرسته ترلاسه كولو له داسې موقف خپلوي۔ده ووئيل مونږ يو خپلواكه قام يو۔دا خبره به باوري كوو چې كوم هم بهرنې طاقت د پاکس??ان په كورنيو چارو كښې مداخلت ونه کړې۔د خپلي ګټي تر مخه به پريكړې كوو۔د پی ټی آئی تير حکومت اقتدار څخه بهر كولو په اړه نګران وزیراعظم ووئيل آئین كښې د كوم هم حکومت جوړولو يا ختمولو په اړه تګلاره شته،د پاکس??ان پارلیمانی تاریخ كښې په وړومبي ځل دې كار لپاره آئینی لاره خپله كړې شوې۔دې لپاره دا ټول عمل آئینی ؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د بده مرغه درې څلور لسيزو راهسې زمونږ د سویلین ادارو کارکردګی ښه نه وه۔صحت ، تعلیم، ټیکس وصولي یا د قدرتي آفتونو مخنيوي پشمول بيلو څانګو كښې د کارکردګۍ په اړه مونږ چیلنجونو سره مخ يو او مونږ مجبوراً د پوځ په شان د منظم ادارې څخه معاونت غواړو۔ده ووئيل د ګورننس پشمول په خپلو ټولو ناكامو پرده اچولو لپاره تر ټولو آسانه لاره دا ده۔مونږ له به د سویلین ادارو استعداد کار زياتول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانس??ان كښې ناټو عسكر تر څو كلونو موجود وؤ،هغوي هلته 2 ټریلین ډالره خرڅ كړې خو د دې باوجود ځينې مسئلې اوس هم شته او 15،16 كلونو راهسې د افغانس??ان خاوره په پاکس??ان كښې د ترهه ګرو بريدونو لپاره كارولې كېږي۔مونږ د دې ډول ترهه ګرۍ مخنيوي له چمتو يو او مونږ په دې اړه لوئي کامیابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئېل تر 20 كالو امریکا او اتحادي پوځونه په افغانس??ان كښې خپل وخت او وسائل لګولو باوجود سنټرل اتھارټی جوړولو كښې بريالي شوي نه دي ۔ ده ووئيل پاکس??ان د پولې پورې غاړه څخه ترهه ګرۍ بريدونو مخنيوي لپاره ځيني سکیورټی اقدامات كړې۔تحریك طالبان پاکس??ان (ټی ټی پی ) پاکس??ان په ضد د تشدد کارروائیو لپاره د افغانس??ان خاوره استعمالوي ٬ په دې موڼږ سخت تشويش لرو۔ ده ووئېل مونږ د افغانس??ان عبوری حکومت سره دا معامله پورته كړې۔ د خپلي خاوري او اولس حفاظت لپاره به هر ډول اقدام كوو۔ پاکس??ان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاکس??ان لوئي کامیابۍ ترلاسه كړې۔ پاکس??ان يواځنے قام دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړې ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکس??ان د هند سره اړيكي په مختلف تناظر كښې ګوري۔ پاکس??ان د معاشی مسئلو سره مخ دے دغسې هند هم د معاشی مسئلو ښكار دے۔ده ووئيل د پاکس??ان سباؤن روښانه دے۔
پاکستان د خپلواكه هيواد په حیث د خپلو قامي مفاداتو تر مخه پريكړې كوي،چا له هم خپلو چارو كښې د لاس وهنې اجازه نه وركوو، انتخابی عمل به په سپيځلي ډول ترسره كولې شي۔نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ
Shuangfu entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو