اسلام آباد۔16اګست (اے پی پی) د انټرنېشنل انټر فېتھ هارمنی کونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی په جړانواله ??ښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ او په رد عمل كښې د مسيحي عبادت خانو ٬ په كورونو د بريدونو او د دوئي د مقدساتو د سپكاوي سخته غندنه ??ړې ده۔ په سيمه كښې په رامخې ته شوې كړكېچنه وضعه قابو موندلو له د انټرنېشنل انټر فېتھ هارمنی کونسل و پاکستان علماء کونسل په مشرانو د مشتمل يو پلاوي جړانواله ته د لېږلو اعلان هم شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په جړانواله ??ښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښه د افسوس او غندنې وړ ده د كومې په نتيجه كښې چې د مسلمانانو او مسيحيانو ترمينځه تاؤ تريخوالې رامخې ته شو۔ ده ووئيل كه كوم يو بدبخت انسان د قرآن كريم مقدس پاڼې شهيد ??ړې وې نه هغه بايد د قانون منګلو ته سپارلے شوے وو۔ قانون خپله ??اره پخپله جوړي ٬ تور به ثابت شوے وو او ملزم به خپل كردار ته رسېدلے وو۔ ده ووئيل د دې پېښې په نتيجه كښې د مسيحيانو عبادت خانو ته زيان رسول او ددوئي آبادۍ په نښه كول هم د افسوس او غندنې وړ كار دے۔ ده ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے ٬ دا د شريعت حكم دے چې د مسلمانانو په هېوادونو كښې د غېر مسلمو تحفظ د مسلمانانو ذمه واري ده۔ ده ووئيل په جړانواله ??ښې په رامخې ته شوې كړكېچنه وضعه قابو موندلو له د ځايي علماﺀ كرامو ٬ مسيحي لارښود او انتظاميه لخوا په ګډه هڅې روانې دي او په دې لړ كښې پاکستان علماء کونسل و انټرنېشنل انټرفېتھ هارمنی کونسل هم يو پلاوې جړانواله ته لېږي كوم به چې د روانې وضعې په ښه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده غوښتنه وكړه چې په فوري توګه دې د اعلی كچې يو تحقيقاتي كمېټي جوړه ??ړې شي او د ټولو چارو دې آزادانه تحقيقات و??ړې شي۔
د حافظ طاهر اشرفي په جړانواله كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ او په رد عمل كښې د مسيحي عبادت خانو ٬ په كورونو د بريدونو او د دوئي د مقدساتو د سپكاوي سخته غندنه
Golden Pig Video Game Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی