پېنډي 18 اکتوبر(اے پی پی)په شمالي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو په يوه پوسته د ترهه ګرو په ډزو كښې يې يو اهلكار شهيد شوے ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې ترههګرو د امنيتي ځواكونو په پوسته ډزې كړې٬د امنيتي ځواكونو لخوا په سمدستي توګه ځوابي كاروائي شوې خو د سختو ډزو په تبادله كښې كرك سره تعلق لرونكے 25 كلن ځوان سېف الله شهيد شوے ۔د امنيتي ځواكونو لخوا سيمه كښې د كوم هم ترهه ګر شتوالي په ضد د سيمې كليئرنس اپرېشن روان دے
مضمون کا ماخذ : quina acumulada