اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع او د خارجه چارو شريكې كمېټې هند او افغانستان سره په پولو د صورتحال او د پاكستان د دفاعي تيارو په اړه په خپل راپوركښې وئيلي دي چې د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن د ډزبندې په خلاف ورزې پوخ ځ??اب وركولو سره سره درې واړه وسله وال ځواكونه په مكمل توګه فعاله او الرټ دي۔ په دې راپور كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان تر اوسه په كنټرول لائن كومه خلاف ورزي نه ده كړې خو د هند په هره خلاف ورزې بشپړه ځواب وركړې شوې٬ د ترهګرې ??خ نيوي او د نشه ا?? توكو د قاچاق هڅې شنډولو لپاره بايد دواړه هېوادونه په پاك افغان پوله په 178 كراسنګ پوائنټس د تګ راتګ كره څارنه وګړي٬ سږ كال د اګست نه تر اوسه د پاك افغان پولې څخه د تېرېدو 86 خلاف ورزې شوې دي٬ د پولې موثره څارنې لپاره د ماډل پراجېكټ په توګه د سفري دستاوېزاتو نظام معرفي كړے شوے٬ د پاكستان او افغانستان ترمېنځه ټولې پخوانې شخړې د سولې حل په عمل كښې دي٬ د ترهګرو په ضد د عملياتو نه پس پاكو كړې شويو سيمو ته د كډوالو ﴿آئي ډي پيز??? د ستنېدو عمل په تندې سره روان دے۔ د سېنېټ چيئرمېن هند او افغانستان سره په پولو د صورتحال او د پاكستان د دفاعي تيارې په اړه شريك راپور جوړولو لپاره د سېنېټ د دفاع او خارجه چارو كمېټې ته ټاسك وركړے و۔
د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن د ډزبندې په خلاف ورزې پوخ ځواب وركولو سره سره درې واړه وسله وال ځواكونه په مكمل توګه فعاله او الرټ دي۔ د سېنېټ د دفاع او خارجه چارو شريكې كمېټې راپور
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ