اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په نړيوالو اړيكو كښې د تباهۍ وړ فلسفې او نظريات په امن فلسفه د بدلولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي نړيوال نظام په قوانين٬ اخلاقيات او اقدارو آډانه پكار دے دغسې چې نړۍ ټولو لپاره بهتر ځاے شي، ګلوبل وارمنګ او د ګرين هاٶس ګېسونو اخراج زيات كمزورې هېوادونه خطر سره مخ كړي او په بېلو منطقو كښې د اولس ژوند او په معاش منفي اثرات مرتب كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د “مارګله ډائيلاګ” حاض سېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې اهتمام چې د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ كړے ٶ٬ په سېشن كښې سفيرانو ، غېر ملکي شخصيات، د تعليم پوهانو او دانشورانو ګډون كولو ۔ ده ووئيل په شريكه توګه يقيني تباهي٬ هيومن وار فيئر او د سوړ جنګ ذهنيت غوندې نظريات ختمولو سره د دې په ځاے د كامل امن فلسفه وړاندې كول پكار ده دغسې چې جنګ په بشپړه توګه ختم شي۔ صدر ووئيل د تباهۍ وړ فلسفو او نظريات په بشپړه امن فلسفه بدلولو ته اړتيا ده چرته چې د جنګ هېڅ اپشن نه وي۔ ده ووئيل دا هله ممكن ده چې ټولو قامونو٬ هېوادونو او مېشته اولس سره د رنګ و نسل او ژبې د فرق نه غېر د عزت او احترام سلوك وكړے شي۔ ده ووئيل د ويټو پاور په صورت ځينې قامونو ته د ترجيحي حېثيت وركولو اصول په نوي ورلډ آرډر كښې ځائ كول پكار نه دي۔ صدر ووئيل هر قام خپل قېمتي وسائل د ګردې نړۍ د تباه كولو صلاحيت لرونكې وسلې په جوړولو مصرف كوي ۔ ده ووئيل سپر پاورز د طاقتورو وسلو په نظام جوړولو كهربونه ډالره خرڅ كوي٬ د دې رقم يوه برخه چې په موسمياتي بدلون او د ګلوبل وارمنګ اثرات كمولو له وكارولې شي نو په نړۍ كښې د لوږې او بدحالۍ خاتمې له مرستياله ګرځېدې شي۔ صدر ووئيل نړۍ د جنګ په يو بل پړاٶ ته داخلېږي كوم چې زيات د تباهې وړ٬ مرګونے او خطرناك دے٬ د سائبر وارفيئر صلاحيتونه په تېز رفتارۍ سره جوړېږي او دې سره د يو هېواد مواصلاتي نېټ ورك بې اثر كولو، دفاعي نظام غېر فعاله كولو او د صحت پشمول په نورو خدماتو كښې خنډان اچولو لپاره استعمالېږي كوم چې ھغه په بشپړه توګه مفلوج كوي۔ ده ووئيل د سائبر وارفيئر زيات طاقت په اوښيارۍ د انسانيت تباهۍ لپاره نه بلكې د ټول انسانيت ترقۍ او خوشحالۍ لپاره استعمالول پكار دې۔ په دې موقع ډاکټر عارف علوي ووئيل زيات پېدوار ٬ د وچ كالۍ نه د بچ كېدو طريقې٬ د اوبو تحفظ٬ عمودي كرونده او داسې نور د جديدو طريقو استعمال لپاره ټيکنالوجي بې وسه او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره هم شيئر كول پكار ده دغسې چې دوي د لوږې٬ د غذائيت د کمي، د سټنټنګ او د غذائي تحفظ د نشتوالي مقابلې له جوګه كړې شي۔ د دې نه وړاندې د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ صدر سفير ډاکټر رضا محمد د صدر مملکت هركلے وكړو او ګډون كوٶنكي ئې د قامي سلامتيا ٬ جيو ستراتېژي او د نړيوالو اړيكو پحقله په بېلا بېلو موضوعاتو د كېدونكې مباحثې نه خبر كړل
په نړيوالو اړيكو كښې د تباهۍ وړ فلسفې او نظريات په امن فلسفه بدلولو ته ضرورت دے۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج