اسلام آباد 12 مارچ(اے پی پی) په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا په وبا نور 54 كسان په حق رسېدلي او دې سره په دې وبا كښې په هېواد كښې د مړو كسانو شمېره 13 زره 430 ته رسېدلې. په پاكستان كښې د كووېډ 19 د فعاله كېسونو شمېره 18 زره 703 ته رسېدلې. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 2701 كېسونه رپورټ شوي. په ټول هېواد كښې تر اوسه د كورونا 94 لكه 2 زره 639 ټېسټونه شوي. د تېرو 24 ساعتو په مهال 41 زره 133 ټېسټونه شوي . تر اوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 5 لكه 68 زره 65 ته رسېدلې. د يو زر 709 رنځورانو حالت اندېښمن دے
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج