پنډۍ۔11دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان سياسي ترهګر كرځولو سره وئيلي دي عمران خان د هېواد د تباهۍ نښه ده، د توشه خانې د غل تورونه غلط ثابت شوي، په هېواد کښې يوه منصوبه نه لګوؤنكې هېواد ته د اربونو روپو سرمايه كارۍ په راوړونكو تور لګوي۔ د اتوار په ورځ د مسلم ليګ (ن) وركرز كنونشن ته خپل ??طا?? كښې وفاقي وزيرې ووئيل د ډېلي مېل وزيراعظم شه??از شريف څخه معافي په حقيقت كښې د پاكستان 22 كروړه اولس څخه معافي ده۔ په بغض او حسد كښې اخته تن د ډېوډ روز د لارې د شه??از شريف په ضد خبر ولګولو۔ دې ووئيل په كال 2016 كښې د مسلم ليګ نون لارښو?? نواز شريف په دور كښې پاكستان د 6.2 شرحې سره پرمختګ كولو ٬ ګراني 2.3 فيصد?? وه ٬ د برېښنا كارخانې لګېدې ٬ آئي اېم پروګرام رول بېك كېدو ته روان وو ٬ هېواد كښې سي پېك وو ٬ ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه كېدې ٬ په هېواد كښې 14 زره مېګاواټ برېښنا جوړېده ٬ دغه وخت يو سازشي ٬ فسادي ٬ د توشه خانې غل د امپائر ګوتې ته انتظار كولو او دھرنا يۍ كوله۔ دې ووئيل نواز شريف هېواد اتومي طاقت جوړ كړو ٬ عمران خان يو سوتر بم هم جوړ نه كړې شو۔ دې ووئيل نواز شريف ترهګري خاتمه وكړه او د عمران راتللو نه وروستو بيا پیل شوه۔ دې پوښتنه وكړه چې عمران خان به د خپلو غلاګانو حساب كله وركوي؟ ده په خپل دور كښې د هېواد خزانه پرچون جوړه كړې وه ٬ وزيراعظم شه??از شريف د خلقو د خېر ښېګړې سوچ كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم شه??از شريف ٬ داخله وزير رانا ثناﺀ الله او وفاقي وزير احسن اقبال ته عدالتونو څخه عزت سره په بري كېدو مباركي وركوم۔ دې ووئيل عمران خان څلور كاله پس وائي ما سره اختيار نه وو٬ تاسره پنكي او فرح ګوګي وه ٬ تا د خانه كعبې عكس لرونكې ګھړۍ هم خرڅه كړه۔ دې ووئيل نواز شريف به روزانه خپلې لور سره پېشۍ له راتللو۔ هغه د خپل 40 كالو احتساب ځواب وركړې او كه د عمران دا پوښتنه وكړې شي نو لاړې يۍ اوچې شي۔
عمران خان سیاسي ترهګر او د هېواد د تباهۍ نښه ده، د توشه خانې د غل تورونه غلط ثابت شوي، په هېواد کښې يوه منصوبه نه لګوؤنكې هېواد ته د اربونو روپو سرمايه كارۍ په راوړونكو تور لګوي٬ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں