د مقبوضه كشمير په اولس روان ظلم او زياتي څخه نړۍ خبرولو له به په هره كچه كشميريانو وروڼو خويندو سره د يووالي څرګندونه كولې شي٬ شاهيره شاهد
Masters of Olympus Official Entertainment Website
APP04-020224
ISLAMABAD: February 02 - Secretary Information Ms. Shahera Shahid addresses the Digital Photography and Painting Exhibition in connection of Kashmir Solidarity Day observes on 5th February organized by Department of Electronic Media and Publications at Information Services Academy. APP/SAK/MAF/ABB
اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو ??فا??ي سېكرټرې شاهیرہ شاهد وئيلي دي د مقبوضه كشمير په اولس روان ظلم او زياتي څخه نړۍ خبرولو له به په هره كچه كشميريانو وروڼو خويندو سره د يووالي څرګندونه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په انفارمېشن سروسز اکېډمی كښې د ??ائ??ېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا ??ېن?? پبلیکېشنز تر سېوري لاندې د كشمير يووالي ورځ په اړه تابيا كړي ډیجیټل فوټو ګرافی ??ېن?? پېنټنګز نندارتون كښې وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ??فا??ي سېكرترې ووئيل د 5 فروري ورځ اهميت څخه مونږ ټول خبر يؤ او مونږ له به دا ورځ په بشپړه ډول لمانځل وي دغسې چې نړۍ په كشميري اولس د هند لخوا د روان ظلم او زياتي څخه خبر كړې شي۔ دې ووئيل هند تل دا هڅه كړې چې د کشمیر خلق بې دخله كړې شي او هلته هندوانو ته د پاتې كېدو موقع وركړې شي دغسې چې كله ريفرنډم وي نو د دې مطلوبه نتيجه تر لاسه كړے شي۔ دې ووئيل مونږ له به په كشمير كښې د هندو آبادكارۍ په ضد بشپړ غږ پورته كول وي دغسې چې هند په خپلو ناوړه مقاصدو كښې كامياب نه شي۔ د كشمير يووالي ورځ دستورې ته خپل خطاب كښې ??ائ??ېكټر جنرل ??ائ??ېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا ??ېن?? پبلیکېشنز ثمینه فرزین شېخ ووئيل تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي تر هغې به پاكستان د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل مونږ به په هره كچه او هر فورم د كشميري اولس حق له غږ پورته كوؤ۔ په دستوره كښې د ??ائ??ېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا ??ېن?? پبلیکېشنز لخوا د كشمير په اړه جوړ كړې شوې ملي نغمه او د آزاد كشمير كونسل لخوا جوړ كړے دستاوېزي فلم هم وښودلے شو۔ په دې موقع د سكول ماشومانو كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له ملي نغمې وړاندې كړې او تقريرونه يۍ وكړل